د هېواد له مرکز او لایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د پوهنې وزارت د تعمیراتو او زیربناوو له رئیس مولوي عبیدالله آخندزاده سره په کتنه کې د دغه ولایت د ښوونځیو د تعمیراتو د نشتوالي ستونزې یې له هغه سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه د دې ستونزو د حل لپاره یوه معقوله لاره پیدا کړي.
له بلې خوا د پوهنې وزارت د زیربناوو رئیس ژمنه وکړه چې د مرستندویه بنسټونو او د پوهنې وزارت په مرستو به دغه ستونزې هوارې کړي.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ د لومړۍ حصې د ښوونځيو مسوولينو د يوې کاري غونډې په ترڅ کې خپلې ستونزې او وړانديزونه یې د دغه ولايت د پوهنې رياست ته د خپلو کلنيو فعاليتونو او دندو راپور ورکړ.
د دې ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د ستاینلیک په ورکولو سره د اړوندو مسوولینو د کړنو ستاینه وکړه او د شته ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.
لوګر:
د لوګر ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي: د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست تر لارښوونې لاندې سيد ضياء الاحمد صارم هره ورځ د يو ساعت لپاره د دغه رياست کارکوونکو ته ديني مسايل تدريس کوي.
چارواکو د دې تدریسي بهیر د ترسره کولو موخه د کارکوونکو د دیني پوهاوي د کچې لوړول وبلل.
کابل:
د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي ایام الدین حماسي د سرف موسسې د سیمه ییز دفتر له استازي سره په لیدنه کې د کڼو د زده کړو او یو شمېر اړینو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې او دواړه خواوې په دې برخه کې هوکړه لیک ته ورسیدل.
همدارنګه:
د شکردرې د پوهنې آمر د یوې غونډې په ترڅ کې د WCC موسسې سره په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
کابل:
د کابل ولایت د قرباغ او فرزه ولسوالیو د پوهنې آمرینو د دغه ولایت له والي سره په کتنه کې په خپلو سیمو کې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې یې له هغه سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د هواري غوښتنه یې وکړه.
د کابل والي د دغو ستونزو له اورېدو وروسته د حل په برخه کې د مرستو ژمنه وکړه.
کابل:
د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر حزب الله حقاني د کلکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کوهدامن ولسوالۍ په غونډه کې د ګډون او په دې ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو او ننګونو په باب د خبرو پرمهال د استالف له یو شمېر ښوونځيو څخه یې هم څارنه وکړه.
