د هېواد په ښوونیزو مرکزونو کې د ۱۴۰۲ هـ ل کال د احصايیې او معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۳:۵۲
آغاز پروسه جمع آوری احصائیه شاگردان مراکز تعلیمی کشور

غونډه د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې په ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو، د پلان جوړونې احصايیې او معلوماتو مدیرانو او د پوهنې د برنامو د آمرینو له مسوولینو سره جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ښوونځیو د شمېر او د هغوی د تجهیزاتو، د ښوونکو او زده کوونکو د شمېر په اړه د ارقامو او احصاییو د راټولولو په موخه خبرې او د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه یې مدیرانو ته لازمې لارښوونې وشوې.
له بلې خوا د پوهنې رئیسانو د خپلو اړوندو ولایتونو د اوسني ښوونیز او روزنیز وضعیت په اړه د یو لړ ستونزو او نظریاتو د وړاندې کولو په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د یاد وزارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم به خپلې دندې پرمخ یوسي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست له لوري، د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو په موخه غونډه د دارالعلومونو د رئیس محترم الحاج مولوي عبد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

د تدارکاتو اعلان  (د پوهنې وزارت)

د وړاندیز پرانیستغونډه به د ۱۴۰۵ کال د لړم/ عقرب میاشتې ۶مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د افغانستان .ا. ام/ارت د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ، د کابل ښار، پښتونستان واټ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS