د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د علمي غړو اړوندو ۳۵۴ خالي بستونو د اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
Publish Date
Closing Date
Location
Kabul Afghanistan
د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د علمي غړو اړوندو ۳۵۴ خالي بستونو د اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
پوهنې وزارت، د تحصیلي درجې، کاري تجربې او وړتیا پر بنسټ د غوره او بااستعداده کادرونو ګمارنې په موخه، د ولایتونو او ولسوالیو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د علمي غړو اړوند ۳۵۴ خالي بستونه د ۲۰ کاري ورځو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې په لاندې شرایطو اعلانوي:
- لږ تر لږه د دولتي پوهنتونونو د لېسانس سند یا د عالمیې دورې سند ولري؛ د ماسټرۍ درجې لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
- د هېواد څخه بهر د خصوصي پوهنتونونو حضوري تحصیلي سند هغه مهال د منلو وړ دی، چې یاد پوهنتون په خپل هېواد کې رسمي اعتبار ولري او د اسلامي ا/مارت د لوړو زده کړو وزارت له لوري ارزول شوی او تأیید شوی وي.
- د لېسانس دورې د نمرو اوسط يې باید لږ تر لږه ۷۵ سلنه وي او له یوه څخه زیات (چانس مضمون) ونه لري.
- د بهرنیو پوهنتونونو فارغانو لپاره، که د نمرو سلنه له ټاکلي معیار سره برابره نه وي، نو اوسط یې باید د اړوند هېواد د ارزونې له مخې (Grade B) یا تر هغه لوړه درجه ولري.
- د ماسټرۍ یا معادلې دورې د نمرو اوسط يې باید لږ تر لږه ۷۰ سلنه وي او د هېواد دننه په زده کړو کې هېڅ ناکامي ونه لري.
- د بهرنیو پوهنتونونو فارغانو لپاره، که ټاکلې سلنه پوره نه وي، نو اوسط یې باید د اړوند هېواد د ارزونې له مخې (Grade B) یا تر هغه لوړه درجه ولري.
- د تابعیت پېژندپاڼه/تذکره ولري او عمر یې د لېسانس لپاره له ۳۰ کلونو او د ماسټرۍ لپاره له ۳۵ کلونو زیات نه وي.
- د غوښتونکي د زده کړې رشته باید د اعلان شوې دندې له رشتې سره اړخ ولګوي.
- په نورو ادارو او مراجعو کې په دنده بوخت نه وي.
- مجربو ښوونکو، دولتي کارکوونکو او د سیمې واجدو شرایطو لرونکو کادرونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
غوښتونکي مکلف دي، چې د خپلې غوښتنلیک پاڼې ترڅنګ، د برېښنايي پېژندپاڼې/تذکرې اصل او د نمرو د جدول (ترانسکرېپټ) اصل په ملي ژبو کې، د اعلان له خپرېدو وروسته تر درېيو کاري ورځو پورې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته وسپاري.
د ازموینې سرچینې:
- د دعوت او ارشاد ریاست نصاب/ دينيات؛
- د «اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج» کتاب (لومړی او دویم ټوک)، پیداګوژي او ښوونيزه ارواپوهنه؛
- د لېسې نصاب، د اعلان شوې رشتې او بست مطابق;
- د اړوندو ولايتونو او بشپړو معلوماتو لپاره لاندې تړوني/لېنک ته مراجعه وکړٸ:
د اړتیا په صورت کې له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
۰۷۳۰۶۳۶۸۲۳ او ۰۷۹۷۴۳۴۹۰۶
د پوهنې وزارت