د ولایتونو د پوهنې ریاستونو فعالیتونو ته کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۴:۵۹
د ولایتونو د پوهنې ریاستونو فعالیتونو ته کتنه

 سمنګان

 د سمنګان ولایت د پوهنې ریاست، د اداري اصلاحاتو له مسؤلینو، ولسوالیو له استازو او دیني عالمانو څخه یوه کمېټه جوړه کړه او له لسګونو وړ کسانو څخه یې په سپينو بستونو کې دښوونکو د ګمارلو لپاره ازموینه واخیسته.
 تمه ده چې دوی به د ياد ولايت  په دولتي او خصوصي مدارسو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

 بغلان

 د بغلان ولایت ا/مارتي ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه د اقتصاد ریاست په تالار کې جوړه شوه.
  په دې کتنه کې الحاج مولوي محمد نور عزیزي د ادارو ترمنځ په همغږۍ، همکارۍ او کاري يووالي خبرې وکړې.
 د غونډې نورو غړو هم د ادارو ترمنځ پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ .

 د کابل ښار پوهنې رياست

 د کابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د شاوخوا ۱۵ هغو کسانو اسناد چې د ښوونکو د سیالۍ په ازموینه کې يې ګډون کړی وو او په ريزرف کې وو،  ارزيابي شول او د اړتیا له مخې په بېلابېلو ښوونځیو کې وګمارل شول.
 دغه راز د ښار د پوهنې ریاست اړوند ۷۰ تنه ښوونکي، مامورین او خدماتي کارکوونکي د همدې ادارې د مشرتابه له لوري وارزول شول.

 بلخ

  د بلخ ولايت د پوهنې رياست د سواد زده کړې د پروګرام مسؤل د دغه ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د سواد زده کړې د رياست فعاليتونه له نيږدې وڅارل.

 بلخ

 د مارمل ولسوال قاري رسول احمد ابوذر، د پوهنې، ملي امنیت او د دې ولسوالۍ د امر بالمعروف ادارې مسؤلینو د ابو عصمت بلخي نارينه ؤ ښوونځي د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه.
  په دې کتنه کې د مارمل ولسوال د ياد ښوونځي د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS