د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۳:۷
32132

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د ډله ییزې آزموینې په ترڅ کې، له ۵۸۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.                                                              

په پام کې ده، هغه کسان چې معیاري نمرې لاسه ته راوړي، د یاد ولایت په مدارسو کې به د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

بامیان

د بامیانو ولایت مرکز اړوند یوه خصوصي ښوونځی د یاد ولایت له پوهنې له ریاست سره په همغږۍ،  د ۱۶۰ تنو ښځینه زده کوونکو لپاره د قرآن کریم زده کړې کورس فعال کړ.

د مسئولينو دڅرګندونو له مخې: د یاد ښوونځي زده کوونکې به له شپږ مياشتنیو زده کړو وروسته فارغې شي.

غزني

مولوي بسم الله حمید د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې د نوي آمر په توګه وټاکل شو او د یاد ولايت د پوهنې رياست د اداري آمر له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.

 لغمان

  د لغمان ولايت قرغه یي ولسوالۍ د پوهنې آمر، د ښوونځيو له ښوونکو سره مشورتي ناسته وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې ښوونکي د ښوونيزو پروګرامونو او شرعي مسائلو پلي کولو ته وهڅول.

د يو بل خبر له مخې:

   د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ د پوهنې آمر د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له ښوونکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې، د لازمو ښوونیزو ستونزو د هواري ترڅنګ، د نوي تعلیمي کال د زده کوونکو د درسونو د چمتووالي په اړه له ګډون والو سره تفصیلي خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS