د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

لوګر
یو تن علم پروره شخصیت له لوري، د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند له قلعه ابراهیم خان ښوونځي سره، د ۲۶ زره ۲۰۰ افغانیو په لګښت د تدریسي او اداري توکو مرسته وشوه.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست له خوا د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې مدارسو ته شپږ قلمه درسي او اداري توکي ووېشل شول.
کاپیسا
د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره د اداري پروسو ساده کولو په موخه دوه ورځنی روزنیز پروګرام، د افغانستان.ا.ا. چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ریاست له خوا د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شو.
میدان وردګ
د رسمي مکتوبونو او اداري اسنادو چمتو کولو په اړه یو ورځنی سیمینار د "د دیني مدارسو د چارواکو او مدیرانو لپاره ځانګړی اداري لارښود" تر سرلیک لاندې د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست چارواکو له لوري، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او منسوبینو لپاره جوړ شو.