د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۴۸
سشی

لوګر

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د قلعه وزیر عالي لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو سیسټم د خلکو په مرسته د ۲۰ زره افغانیو په لګښت چمتو شو، چې په پایله کې د ۷۵۰ تنو څخه زیاتو زده‌کوونکو او د ښوونځي کارکوونکو لپاره د پاکو اوبو آسانتیا برابره شوه.

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ د ذیولات عالي لېسې لپاره د عامو خلکو له لوري د ۱۱۵ زره افغانیو په لګښت سره، د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو.

پکتیکا

د پکتیکا ولایت چهاربران ولسوالۍ د اوس‌خېل لومړني ښوونځي لپاره د دوو درسي خونو جوړولو چارې، د ځايي خلکو او قومي مشرانو له خوا د ۱۲۰ زره افغانیو په مالي مرستې سره پیل شوې.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام سره د هېوادوالو له مادي او معنوي مرستې مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS