د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۵۶
5285

- پکتیکا

د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ په اړوندو کې د ګودلو لومړني ښوونځي لپاره د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د احاطوي دېوال او د څښاک پاکو اوبو سیسټم غځولو چارې د ځایي خلکو په مالي مرسته پلې شوې.

- لوګر

د کابل نوبل سوداګریز شرکت لخوا د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د حاجي ګلون ښوونځي ته د ۲۵ زره افغانیو په لګښت اداري سامانونه، مېزونه او څوکۍ ورکړل شوې.

- ننګرهار

د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د دوو تنو علم پروره اوسېدونکو لخوا د ۱۴ زره افغانیو مالي مرسته د شهید ګل اصغر عالي لېسې ته ورکړل شوې ده، چې د ښوونځي په اداري او تخنیکي څانګو کې ولګول شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۸
Background image

د پکتیکا ولایت له پوهنې سره د څه باندې ۲۳۳ زره افغانیو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکو له پوهنې سره د ۲۳۳ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده.
له یادې مرستې څخه د حیات‌بابا لېسې لمریزې برېښنا سیسټم د ۱۶۵ زره افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

BACK TO NEWS