د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۹:۲۳
147

ننګرهار

د ننګرهار ولایت د پوهنې یو تن دوست شخصیت، د یاد ولایت شېرزادو ولسوالۍ سرکوټ لېسې بیارغونې لپاره له خپلې شخصي شتمنۍ څخه ۲۵۳ زره افغانۍ مرسته وکړه.

د ننګرهار پوهنې ریاست او د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکو، د دغه با احساسه هېوادوال له مرستې مننه اوقدرداني وکړه.

پکتیکا

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست، د یاد ولایت برمل ولسوالۍ د ۳۴ دیني مدارسو د زده کوونکو ترمنځ د "آمرینو له امر اطاعت او له هغو اطاعت نه کول" تر سرلیک لاندې علمي سیالۍ پیل کړې.

په دې سیالیو کې له هرې مدرسې څخه يو يو زده کوونکي برخه اخيستې وه.

د پوهنې مسئولینو د یادو سیالیو د پیلولو موخه، د آمر د امر څخه د اطاعت په تړاو د ځوانانو عامه پوهاوی وباله.

د لومړي څخه تر درېیم مقام ګټونکو ته د مسئولینو له لوري نغدې پیسې او تر شپږم مقام پورې نورو ته موبایلونه او ژمني جامې ډالۍ ورکړل شوې.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، په یاد ولايت کې د خصوصي کورسونو له مسئولينو سره وکتل.

دغه راز نوموړي له مسئولینو څخه وغوښتل، تر څو درسي بهیر د پوهنې کړنلارې مطابق پرمخ یوسي او د کمزوري اقتصاد لرونکو زده کوونکو ته د فیس په ورکولو کې تخفیف ورکړي.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ابوبکرصدیق (رضي الله عنه) دیني مدرسې د زده کوونکو اداري، تدریسي او ښوونیزې کړنې وڅېړلې.

همدارنګه نوموړي د یادې مدرسې په ۴۰۰ تنو زده کوونکو درسي توکي هم ووېشل.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت پوهنې، ښاروالۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، درې اړخيزه هوکړه لیک لاسليک کړ.

د یاد درې اړخیزه هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه، د چاپېریال په پاک ساتلو کې د همکارۍ جلبول، د ښوونیزو بنسټونو پاک ساتل، په ښوونځیو او مدارسو کې د ښاروالۍ د کمېټو جوړول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS