د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۷
145

ننګرهار

د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ اړوند د پوهنې دوستو خلکو «د قلعه سرخ»په منځني ښوونځي کې، د ۱۷ زره۸۰۰ افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه فعاله کړه.

دایکنډي

د دايکنډي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند د ورس کلي يو شمېر قومي مخورو، د یاد ولايت له پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار سره وکتل او په خپله سیمه کې يې د يوه ښوونځي د جوړېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د پوهنې مسئولینو له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

د یو بل خبر له مخې:

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له لوري د یاد ولایت د ۳۴ ښوونځیو د آمرینو کلنۍ ارزونه ترسره شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د دغه ولايت د پوهنې رياست د ښوونځيو ۴۰ تنه آمرین او عمومي مديران هم وارزول شول.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د ابن حبان لېسې اداري او تدريسي چارې وارزولې او د يادې ولسوالۍ له پوهنې مسئولينو سره يې د ليدنې پر مهال، د ښوونيزو کړنو لاښه والي او د درسي کيفيت د لوړولو غوښتنه وکړه.

سرپل

د سرپل ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني، د یاد ولايت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د يوه رسمي سفر پر مهال، د پوهنې له کړنو څخه د کتنې په ترڅ کې د ٣٤ نويو مدارسو د رسمي کېدو اعلان وکړ.

د یادې ولسوالۍ علماوو پوهنې رئيس ته د ښه راغلاست او د يادې ادارې د کړنو د ستاينې په ترڅ کې له هغه وغوښتل، تر څو ديني مدارسو ته خپله پاملرنه لاپسې زیاته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS