د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۸
16

ننګرهار

یو خیریه بنسټ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ د ۱۰ بابه ښوونځیو سره، ۵۰ خېمې، ۵۰ تختې فرشونه، ۵۰ عدده درسي تختې او یو شمېر نورو ښوونیزو توکو مرسته وکړه.

په څو ولایتونو کې

پوهنې وزارت د همکارو بنسټونو په ملاتړ د بلخ، نورستان، کابل او جوزجان ولایتونو د مدارسو او ښوونځیو د یو زره ۲۷۱ تنو ښوونکو او اداري کارکوونکو لپاره، د وړتیا لوړونې میتودیکي سیمینارونه جوړ کړل.

کاپیسا

د کاپيسا ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني، د یاد ولايت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د خم زرګر له ښځینه وو ښوونځي څخه څارنه وکړه.

هرات

د هرات ولایت په پوهنې ریاست کې د ښوونځیو د مدارسو او اړوندو لیلیو د تدریسي، اداري او خدماتي کارکوونکو د تشو بستونو ډکولو په موخه، رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د یاد ولایت د قراغو او بهسودو هلکانو لېسو له تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS