د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

ننګرهار:
د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ د پوهنې مینه والو په مرسته، د ۵۰ زره افغانیو په لګښت، په سلطانپور عالي لېسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
بلخ:
د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري په مشرۍ، د بلخ ولایت د ۱۴۰ تنو مسلکي ښوونکو لپاره ۸ ورخنی روزنیز سیمینار پرانسیتل شو.
پکتیکا:
د پکتیکا ولایت په سر روضې، مټاخان او چهار بران ولسوالیو کې د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره روزنیز کورسونه جوړ شول.
د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد وويل، د دغه ډول کورسونو پيلول د زده کوونکو د پوهې کچې لوړولو لپاره خورا مهم دي.