د ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
![123](/sites/default/files/2023-08/whatsapp_image_2023-08-02_at_10.38.43_am.jpeg)
کابل
د هېواد له پوهنې سکتور سره د عامه همکاریو د لړۍ په ترڅ کې دا ځل ، د پوهنې یو دوست شخصیت محمد زړګي کلکاني، د کابل ولایت کلکان ولسوالۍ اړوند، بابوش لومړني ښوونځي د زده کوونکو لپاره ۳۲ میزونه او څوکۍ مرسته وکړه. دغه راز، د کلکان ولسوالۍ د ښوونځيو شورا هم د همدې ښوونځي د زده کوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه، ١٢٠ متره پايپونه وپېرل.
په ورته ډول:
داطلاعاتو اوکلتور وزارت پلاوي د کلکان ولسوالۍ پوهنې آمریت له کتابتون څخه دڅارنې ترڅنګ، د یاد کتابتون د کتابونو څرنګوالي او معياري فعاليتونو په باب لارښوونې وکړې.
د يادې ولسوالۍ پوهنې آمر پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو کتابتونونو په بډاينه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
پنجشیر
دپنجشېر ولايت پوهنې رياست اداري غونډه د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده غونډه کې، د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په باب له آمرینو سره تفصیلي خبرې وشوې.
غزنی
د غزني ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو د روزنې ریاست، د ټولو توکو د ثبت بهیر پیل کړی، ترڅو ټول توکي او وسایل راټول او د استفادې لپاره پوهنې ریاست ته انتقال شي.
ننگرهار
د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ پوهنې رياست د يوې مرستندويه مؤسسې په مالي مرسته، د يادې ولسوالۍ پر پنځوسو سیمه ییزو ټولګيو درسي کتابونه، روغتيايي کڅوړې او د لوبو توکي ووېشل.