د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره ورکشاپ پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۱۳
rfui

د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ د ښوونځیو د ۳۶ تنو ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د یادې ولسوالۍ په یعقوبي عالي لېسه کې د پوهنې د ولایتي څانګې د پروګرامونو آمرینو او علمي غړو په حضور کې پیل شو.

په دغو مراسمو کې، د پنجشېر ولایت د پوهنې ولایتي څانګې د ښوونې او روزنې آمر په خپله وینا کې وویل؛ ښوونځي د زده‌کوونکو د ښوونې او روزنې زانګو ده او محترم ښوونکي باید د نا امیدۍ په له منځه وړلو، مثبتې هیلې په رامنځته کولو او د زده‌کوونکو لپاره د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره د مثبتې انرژۍ په ورکولو کې د پام وړ او بنسټیز رول ولوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS