د پوهنې وزارت ارزونې ټیم یو شمېر ولایتونو ته رسمي سفرونه پيل کړل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۴۱
asz

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د معیاري ازموینو ریاست د کارپوهانو او مسلکي غړو ترکیبي ټیم د هېواد لسو ولایتونو ته خپل کاري سفرونه پیل کړل، چې موخه یې د اصول صنفي ټولګیو د زده‌کوونکو د تعلیمي کچې ارزول دي.

د هغه سفر په ترڅ کې چې د پوهنې وزارت پلاوی یې بدخشان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، اروزګان، دایکنډي، غور او بادغیس ولایتونو ته لري، له پلان سره سم به د یادو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د اصول صنفي ټولګیو زده‌کوونکو د پوهې کچه و ارزول شي، چې په پای کې به پورته ذکر شوي راپورونه راټول او په یوه واحد راپور کې شامل شي؛ ترڅو د نیمګړتیاوو حل لپاره یې اړینې پرېکړې وشي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS