د پوهنې وزارت خبرتیا د داوطلبۍ اعلان

د کابل ولایت پوهنې ریاست د سینما پامیر په سیمه کې د ۳۷.۴۴ متره مربع مساحت سره یو باب (۲) نمبر دوکان، چې د کابل ولایت پوهنې ریاست پورې اړوند دی، د (۳۷۰۰۰) افغانیو میاشتنۍ کرایې سره په سربسته ډول داوطلبۍ اعلان ته سپاري.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې غواړي، پورته ملکیتونه کرایه کړي، کولی شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه د ۲۱ورځو په اوږدو کې د کابل ولایت پوهنې ریاست د ودانیو د ملکیتونو او ښوونځیو د ساتنې او مراقبت عمومي مدیریت ته، کوم چې د کابل ښار، شاه دوشمشیره ولي زیارت ته څېرمه، خواجه عبدالله انصاري لېسې ته مخامخ، معارف مطبعې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري؛ شرطپاڼه کتلی شي.