د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۸:۵۴
اطلاعیه وزارت معارف

 د لوی اختر د رارسېدو او د هوا د ګرمېدو له امله، په ټول هېواد کې د سړو سیمو ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو په تړاو د پوهنې وزارت د مقام د لاندې پرېکړې پر اساس د ښوونځیو مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو ته خبرتیا
١- د سړو سیمو ښوونځیو د زده کوونکو رخصتي د غبرګولي میاشتې له ۳۰ مې چې د ١٤٤٤/١٢/٢ نېټې سره سمون خوري څخه پیل د چنګاښ د میاشتې تر ۱۲ نېټې پورې دوام کوي. ۲
۲ - د سړو سیمو د ښوونځیو څلورمیاشتنۍ ازموینې د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۳ مه نېټه چې د ۱۵/۱۲/۱۴۴۴ هجري قمري سره سمون خوري پیلېږي او د یادې میاشتې په ٢٩مه نېټه به پای ته رسېږي.
۳-  د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نېټه چې د ۲/۱/۱۴۴۵هـ.ق نېټې سره سمون خوري د هېواد په سړو ولایتونو کې به د ښوونځیو درسونه بیا ځلې پیلېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS