د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۳:۳۰
9785

په پام کې ده، چې پوهنې وزارت د آزموینو ملي ادارې سره په همکارۍ، د عمومي او سواد زه کړې د ښوونیزو بنسټونو اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو «۸۱۵۶ پنځم او شپږم بستونه» په دوو پړاوونو کې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.

په همدې مناسبت ټول محترم نوماندان کولای شي، چې د غوښتنلیک فورمونه په مرکز کابل کې له ښوونیزو ناحیو، په ولایتونو کې له پوهنې ریاستونو او ولسوالیو کې د پوهنې له آمریتونو څخه له ۲۵/۶/۱۴۰۳ تر ۴/۷/۱۴۰۳ نېټې پورې تر لاسه او وروسته یې له خپلو تحصیلي اسنادو او د تابعیت له پېژندپاڼې سره یو ځای اړوندو څانګو ته وسپارئ.

د ګمارنې شرایط:

1. د کابل ښار او د ولایتونو د مرکزونو د بستونو لپاره باید لږ تر لږه له(۱۴) ټولګي څخه د فراغت معتبر سند یا د دې معادل سند په اسلامي زده کړو کې، چې د یو داخلي یا بهرني تعلیمي او تحصیلي بنسټ څخه یې تر لاسه کړی وي ولري.

2. د ولسواليو اړوندو بستونو لپاره باید لږ تر لږه له(۱۲) ټولګي څخه د فراغت معتبر سند یا د دې معادل سند په اسلامي زده کړو کې، چې د یو داخلي یا بهرني تعلیمي بنسټ څخه یې تر لاسه کړی وي ولري.

3. د نوماند تحصیلي رشته باید د اعلان شوي بست له شرایطو سره مطابقت ولري.

4. د نېک شهرت او ښو اخلاقو لرونکی وي.

یادونه: همدارنګه نوماندان کولای شي، چې د خالي بستونو لېست، معیارونه او د بستونو اړوند نور معلومات د پوهنې وزارت له https://moe.gov.af/ps/all-vacancies وېبپاڼې او https://jobs.af/.../bst-hay-malmyn-w-bst-hay-adary-rutb... وېبپانې څخه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند احیاءالعلوم الامنیه مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د دوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۳
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د پنجشېر ولایت دره، آبشار، حصه اول او پریان ولسوالیو اړوند د ساینس او ریاضي مضمونونو۱۱۲ تنو ښوونکو لپاره د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې موخه د. . .

BACK TO NEWS