د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت خبرتیا
(د یاد وزارت د نصاب ریاست اړوند ۲۲ خالي تخنیکي بستونو د تحریري ازموینې اعلان په اړه)
د نصاب ریاست د ۲۲ خالي تخنیکي بستونو هغو غوښتونکو ته، چې د شارتلېست په نوملړ کې شامل شوي دي، په درناوي خبر ورکول کېږي چې د یادو بستونو تحریري ازموینه به د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي/ جوزا میاشتې په ۲۸مه نېټه، پنجشنبې ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست د غونډو په تالار کې، چې د کابل ښار، کارته ۴ سیمې، غزني سرای ته څېرمه، د کابل ښار پوهنې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، واخیستل شي.
لارښوونې
۱- له غوښتونکو څخه هیله کېږي، چې د ازموینې پر مهال خپله د تابعیت تذکره او قلم له ځان سره ولري.
۲- د ازموینې تالار ته د ننوتلو پر مهال باید خپل موبایل او نور تخنیکي وسایل وسپاري.
۳- له ګډونوالو غوښتنه کېږي، چې لږ تر لږه نیم ساعت مخکې د ازموینې ځای ته حاضر شي.
یادونه
هغو غوښتونکو ته چې خپل غوښتنلیکونه یې په حضوري یا غیر حضوري توګه سپارلي وي؛ خو په نوملړ کې شامل نه وي او شکایت ولري، خبر ورکول کېږي چې د نه قناعت په صورت کې کولای شي، د شکایت فورمې د ۱۴۰۵/۳/۲۳ نېټې د پنجشنبې له ورځې څخه تر ۱۴۰۵/۳/۲۵ نېټې، شنبې ورځې پورې د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست په پنځم منزل کې د انکشافي کارکوونکو د استخدام آمریت ته وسپاري.
د اړتیا په صورتا کې له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
۰۹۳۷۴۵۶۵۱۸۰۰ او ۰۹۳۷۶۶۶۶۶۶۶۴
لینک شارت لسیت