د پوهنې وزارت خبرتیا
(د یاد وزارت د ۱۱عرادې زړو او له کاره لوېدلو وسایطو د داوطلبۍ له لارې لیلام په اړه)
ټاکل شوې چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي/ سنبلې میاشتې په ۱۱مه نېټه، چهارشنبې ورځ، د پوهنې وزارت۱۱ عرادې زاړه او له کاره لوېدلي وسایط، د اړوندو ادارو د استازو د ګډ پلاوي په حضور کې، د پلچرخي سیمې اړوند د پوهنې وزارت د ګدامونو په انګړ کې د آزادې سیالۍ له لارې لیلام شي.
ټول علاقهمندان دې خبر وي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
