د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۲۱:۴۳

د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري میاشتې ترپایه ټول ښوونیز مرکزونه وځنډیدل.

پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې، عامې روغتیا، لوړو زده کړو، اطلاعات او کلتور وزارتونو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ګډې غونډې پریکړې پراساس، په ګرمو او سړو سیمو لرونکو ولایتونو کې د پوهنې کورنی روغتیا ته د پاملرنې او د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ټول دولتي او مسلکي ښوونیز مرکزونه (ښوونځي، مدرسې، دارالعلومونه، دارالحفاظونه، د ښوونکي روزنې مرکزونه، د سواد زده کړې کورسونه، د حیاتي سواد ښوونځي او کورسونه) د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري میاشتې ۳۰مې نیټې پورې وځنډول شول او د هیواد څخه بهر ښوونځي د یادو هیوادونو د شرایطو تابع دي.

پوهنې وزارت د یوې میاشتې رخصتیو له امله د درسي نصاب د پلي کولو او د ځنډیدل شوې دورې د جبران په موخه، د یاد وزارت د لوړ پوړو اداري کارکوونکو سره یوځاي تخنیکي کمیټه جوړه کړې ترڅو په ځنډیدل شویو ورځو کې د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو د بدیل په میکانیزم کار وکړي.

دا کمیټه د پوهنې وزیر په مشرتابه هره ورځ هیوادوالو ته د پوهاوي ورکړې، او په یاده اداره کې د کاري چاپیریال خوندي کولو لپاره د لارښوود او میکانیزم په جوړولو او د کرونا ویروس د خپریدو او مخنیوي په برخه کې د عملي کړنو په موخه منظمې غونډې ترسره کوي چې د پریکړو پایلې به د اړتیا په وخت کې د افغانستان له خلکو او رسنیو سره شریکې کړل شي.

د پوهنې وزارت راتلونکي ګامونه به د تخنیکي کمیټې د پریکړو په رڼا او د وخت د اړتیا په صورت کې ونیول شي.

له بل لوري په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ د ولایتونو پوهنې ریاستونو د بدني روزنې او روغتیا مدیرانو لپاره د کرونا ویروس د خپریدو او مخنیوي لارو چارو په موخه د عامې روغتیا په همکاری د پوهاوي یو ورځنۍ سمینار جوړ او ترسره شي.

وړاندې له دې نه د ګرمسیرو ولایتونو په ښوونځيو کې یو درسي ساعت د کرونا ویروس د خپریدو او مخنيوي لارو چارو په اړه د پوهاوي ورکړې لپاره ځانکړی شوۍ وو.

د یادونې وړ ده چې د لیاقت، سویې، مشروطي او معذرتي آزموینې به د عامې روغتیا د روغتیایي سپارښتنو سره سم د پخوا په څير واخیستل شي او د آزموینې اخیستلو پر وخت به وقایوي تدبیرونه ونیول شي.

د ښوونیزو مرکزونو ښوونکي به په اونۍ کې یوځل د حاضري د لاسلیک لپاره ښوونځي ته ځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS