د پوهنې وزارت دښوونې او روزنې معینیت پلاوي د بامیان ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۳۰
545

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت  پلاوي په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو د کړنو او وړتیا لوړولو څارنې لپاره بامیان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم قاري عنایت الله سهار سره یې ولیدل.

په یاده غونډه کې دواړو خواوو د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو د وړتیا لوړولو او پیاوړتیا په اړه هراړخیز بحث وکړ.

د پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال زیاته کړه، په بامیان ولایت کې ټول تعلیمي فعالیتونه د پوهنې وزارت د لارښوونو او اصولو سره سم ترسره کېږي او دا یو ډېر ښه اقدام دی چې د دغه ولایت د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړي ارزول کېږي، ځکه چې ټول ورکشاپونه او سیمینارونه د قانون او مقرراتو سره سم تنظیم شوي ترڅو د دوی وړتیاوې او لارښوونې په سمه او مسلکي توګه لاپسې وده وکړي او د یاد ولایت پوهنې ریاست د تعلیمي پراختیا او ظرفیت لوړولو پروګرامونو لپاره ټولې هڅې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا وړ ۱۵ قلمه قرطاسیه موادو چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۳۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یو باب ښوونځي احاطوي دېوال بیارغونې چارې بشپړې شوې

د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند د الحاج شهزاد عالي لېسې شاوخوا دېوال بیارغونه بشپړه شوې ده.

دغه دېوال چې ۲۶۴ متره اوږد دی، د کاپیسا پوهنې ریاست او یوې همکارې ادارې په همغږۍ جوړ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت دښوونې او روزنې معینیت پلاوي د بامیان ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت  پلاوي په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو د کړنو او وړتیا لوړولو څارنې لپاره بامیان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له. . .

BACK TO NEWS