د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د هرات ښار له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۲۶
dfsg
د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق صدیقي او ورسره مل پلاوی چې د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونیزو بنسټونو د وضعیت په څېړنه او ارزونه بوخت دی، نن یې د ښار له پوهنې آمر مولوي عبدالله امیني او کارکوونکو سره وکتل.
په یاده کتنه کې نوموړي د دغه پلاوي د سفر اساسي موخې تشرېح کړې او د هرات ښار د تعليمي مرکزونو د پوهنیز وضعيت په باب يې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د پلاوي په استازيتوب، د دغه ولايت د ښوونیزو بنسټونو د تعلیمي وضعیت لاښه والي په باب خبرې وکړې او اړوندو مسئولینو ته یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
ورپسې د هرات ښار پوهنې آمر یاد ولایت ته د پوهنې وزارت د استخدام د رئیس له ورتګ هرکلی وکړ او د پلاوي په حضور کې یې د ښار په کچه د دغه آمریت د دندو د لنډ راپور په وړاندې کولو سره یو لړ وړاندیزونه او ښوونیزې ستونزې مطرح کړې.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د پوهنې له مسئولینو سره د هرات ولایت د مرکز اړوند د قوسنان، بالیان، خواجه محمد تاکي او سیفي هروي لېسو څخه لیدنه وکړه او په حضوري کتنه کې یې د يادو ښوونځيو د ‌آمرینو، مديرانو او ښوونکو ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS