د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین جوزجان ولایت ته ورسېد

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۱۱:۲۷
۱۲۳


د دغه سفر په پيل کې د پوهنې وزارت مرستيال وزیر د ياد شوي ولايت د پوهنې له رئيس مولوي محمد طاهر جواد سره د دغه ولايت د پوهنې رياست له مسوولينو او کارکوونکو سره وکتل.
د اسلامي زده کړو مرستیال وزير د پوهنې رياست کارکوونکو او مسوولينو ته په خطاب کې وويل، نړۍ اوسمهال د پرمختګ په حال کې ده او د دې وخت را رسېدلى چې په خپلو ديني مدرسو کې د ديني علومو تر څنګ عصري علوم هم تدريس کړو. هغه زده کوونکي چې په مدرسو کې دیني مضامین زده کوي، له عصري علومو څخه هم باید ګټه پورته کوي.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال وزیر وايي، اوس چې په هېواد کې اسلامي نظام رامنځ ته شوی، د خدای شکر دی، مدرسې باید پیاوړي شي او موږ ټول باید په مدرسو او ښوونځیو کې د علم او پوهې د ودې لپاره هر اړخیزې هڅې وکړو. .
هغه وويل، پوهنې وزارت د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې جهادي مرکزي مدرسې له ټولو اسانتياوو سره برابر کړي، څو زده کوونکي په سمه توګه زده کړې وکړي.
مفتي عبدالحفیظ قریشي چې د یوې مدرسې له عالم او استاد دی، ژمنه وکړه چې د پخوا په پرتله به لا زیاتې هڅې وکړي چې د هیواد بچیان په ملي او اسلامي روحیه سمبال کړو.
هغه زياته کړه، چې په تېر حکومت کې دوى د خصوصي ديني مدرسو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ وو، چې اوس يې يو شمېر ستونزې په نسبي ډول هوارې شوې دي.
د جوزجان د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد وايي، چې د پوهنې وزارت مرستيال وزیر د خصوصي ديني مدرسو د ليدنې او کتنې په موخه دغه ولايت ته رسېدلى دى.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS