د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب نوی رئیس د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۲:۱۲
000

 د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست نوی رئیس مفتي محمد حنیف شاکر، د یوې غونډې په ترڅ کې د نصاب او مسلکي پراختیا ریاست د لوی رئیس مولوي اول ګل ایوبي، د اسنادو، هدایاتو او احکامو د تعقیب د رئیس مفتي شفیع الله منصور او  یو شمېر نورو مرکزي رئیسانو له لوري د تعليمي نصاب ریاست  کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د یادونې وړ ده، چې مفتي محمد حنيف شاکر تر دې وړاندې د استخدام رياست د سوانحو آمریت د آمر په توګه دنده اجراء كوله او د كابل تر فتحې وړاندې یې د ښوونې او روزنې کمېسیون په چوکاټ کې مختلف مسئولیتونه او خدمتونه سرته رسولي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

په بامیان کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونیزو بنسټونو ترمیم او بیارغونه بشپړه شوه

د پوهنې وزارت له لوري د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ د څلورو ښوونیزو بنسټونو د ترمیم پروژې بشپړې او په یوه غونډه کې چې د دغه ولایت د پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار هم پکې ګډون. . .

BACK TO NEWS