د پوهنې وزارت د خدماتو نوی رئیس معرفي شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۵:۵۰
rkljgf

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، استاد حبیب الله خالد د پوهنې وزارت د خدماتو د نوي رئیس په توګه معرفي او رسما یې په کار پیل وکړ.

په دغو مراسمو کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د مسئولینو دندې یو امانت وګاڼه او له هغوی یې وغوښتل تر څو خپلې دندې په پوره ایماندارۍ او صداقت سره ترسره کړي، دا ځکه چې د اسلامي نظام د پایښت او استحکام لوی لامل د مشرانو اطاعت دی.

دغه راز نوموړي د پوهنې وزارت په ساینس مرکز ریاست کې د نوي رئیس له شویو خدمتونو ستاینه وکړه او د الله تعالی له دربار څخه یې په نوې دنده کې هغه ته د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د خدماتو نوي رئیس د یاد وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې له خپلې تجربې څخه په استفادې سره به په ورسپارل شویې دنده کې په خپل ټول توان سره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS