د پوهنې وزارت د دارالحفاظونو او مدارسو رئیس، په یوه رسمي سفر میدان وردګ ولایت ته ولاړ
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړومعینیت د دارالحفاظونو او مدارسو رئیس عبدالرزاق صدیق په مشرۍ، یو پلاوي میدان وردګ ولایت ته د چارو د څېړلو او په مدارسو کې د نویو استادانو ګمارلو د څرنګوالي په موخه سفر وکړ.
نوموړي په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې پکې د پوهنې رئیس، ولسوالیو پوهنې آمرینو، د یو شمېر ښوونځیو او دارالعلومونو مسئولینو،علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو تلاوت سره پیل شوه. وروسته د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد ریاست کاري راپور یې په لنډه توګه ګډون والو ته وړاندې کړ.
ورپسې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو او مدارسو رئیس، د میدان وردګ ولایت له خلکو د مېلمه پالنې د قدردانۍ په ترڅ کې، دافغانستان.ا.ا عالي رهبرۍ او په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت له لوري د اسلامي زده کړو بنسټونو لپاره د سل زرو بستونو منظورۍ ته په اشارې، د پوهنې رياست له مسئولينو وغوښتل، چې د یاد ولايت د اسلامي زده کړو بنسټونو لپاره په نويو ګمارنو کې وړتيا، پوهې، کاري تجربې او اېماندارۍ معيارونه په پام کې ونيسي.
یاده غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
