د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د سرپل ولایت د پوهنې له رئیس او مسئولینو سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۲۲
fgghdd

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري سرپل ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د کلیدي څانګو آمرینو، د سید آباد او صیاد ولسوالیو د پوهنې له مسئولینو سره وکتل.

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه له علماءکرامو او د پوهنې له مسئولينو سره کتنه او د دعوت او ارشاد د نصاب له پلي کېدو څخه څارنه وبلله.

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په اسلامي او اخلاقي اصولو باندې د ټينګار ترڅنګ، له مسئولينو او کارکوونکو څخه وغوښتل، چې خپل سلوک او ويناء د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له سيرت او سنتو سره برابر کړي، تر څو د زده کونکو په شمول د نورو لپاره یو ښه مثال وي.

له بلې خوا د سرپل ولایت پوهنې مسئولینو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دعوت او ارشاد د لارښوونو د تطبيق په برخه کې خپل کاري راپور وړاندې کړ او د دعوت او ارشاد ریاست د ټولو کړنلارو د پلي کېدو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS