د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د اړوندو کړنو د تنظیم، څارنې او ارزونې په موخه په مرکز او ولایتونو کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کړي دي.
د دعوت او ارشاد ریاست څارنیز ټیم د کابل ښار د تعلیمي حوزو له دعوت او ارشاد مدرسینو سره د څارنې په برخه کې همغږي او له اړوندو تعلیمي مرکزونو څخه ګډه څارنه ترسره کړه.
همدارنګه، د کابل ولایت له پوهنې رئیس او د څلورو تعلیمي حوزو له څارنیزو آمرینو سره ګډه ناسته وشوه، چې د فعالیتونو د ښه تنظیم، د ستونزو د حل او د چارو لا چټکتیا او مؤثر ترسره کېدو په اړه پکې خبرې وشوې.
په کابل ښار کې د ۱۶ تعلیمي حوزو په کچه د دعوت او ارشاد نصاب تدریس دوام درلود او د مرکزي هیئت په همکارۍ له ۱۱۶ اما/رتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د یادو څارنو پر مهال د نصاب د تطبیق، حجاب، د اختلاط د مخنیوي، د لمانځه د الفاظو د تصحیح، د مبلغینو د ټاکلو، یونیفورم او د ښوونیز چاپېریال د اصلاح په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د مرکزی هستې په شمول په یو شمېر تعلیمي حوزو کې د دعوت او ارشاد نصاب ازموینې ترسره او د پایلو د ترتیب او اړوندو اصلاحي موضوعاتو د تعقیب چارې روانې وې.
همدارنګه د ملک په ولایتونو او ولسوالیو کې هم د دعوت او ارشاد د نصاب تدریس، دیني او اسلامي پوهاوی، لارښوونې، څارنه او د اړوندو فعالیتونو تعقیب دوام درلود.
