د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی پکتیا ولایت ته ولاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۹:۴۷
951
د مولوي محمد نعیم عمیر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی د یو رسمي سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت ته ورسېد.
په پيل کې یاد پلاوي د همدغه ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم، مسئولینو او دښوونځیو له آمرینو سره په لیدنه کې وویل: د نفس تذکیه او د آمرینو اطاعت پر موږ واجب دی او عبادات د روح غذا ده.
په دغه کتنه کې یاد پلاوي له پوهنې مسئولینو وغوښتل چې ښوونکو او زده کوونکو ته هره ورځ د نيم ساعت لپاره د اسلام اساساتو کتاب تدريس کړي او د ټولو ښوونیزو بنسټونو کارکوونکي، ښوونکي او زده کوونکي باید خپل صورت او سیرت د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد«صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر کړي.
له بلې خوا د پکتیا پوهنې رئیس د ورغلي پلاوي له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست د ټولو لارښوونو او پلانونو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS