د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت له یو شمیر نورو مدارسو څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۳:۵۸
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت له یو شمیر نورو مدارسو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل په مشرۍ،د یاد وزارت باصلاحیته پلاوي د غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له لاندې مشهورو مدرسو څخه لیدنه وکړه:
د ترتیل القرآن مدرسه، د اصحاب صفه(رضی الله عنهم) مدرسه او دارالحفاظ، د حضرت حنظله(رضی الله عنه) دارالحفاظ، د امام مالک(رحمه الله ) مدرسه، حنفي دارالحفاظ، د معاذ بن جبل(رضی الله عنه) دارالحفاظ، د عبدالله بن عمر(رضی الله عنه) مدرسه، د حضرت صهیب(رضی الله عنه) مدرسه، د دار القرآن حضرت حکیم سنايي (رحمه الله) مدرسه، د ابی بن کعب(رضی الله عنه) دارالحفاظ، د تحسین القرآن دارالحفاظ، جامعه اسلامیه عثمانیه او جامعه اسلامیه دارالسلام.
هیئت د یادو مدارسو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل، له هغوی سره یې خپلې اړینې سپارښتنې شریکې کړې، هغوی یې دې ته وهڅول ترڅو د تعلیم او تعلم د ستر مسئولیت د اداء په برخه کې پوره هڅه او هاند وکړي، له یادو مدارسو سره یې نقدي مرستې وکړې او هم یې تکړه زده کوونکو ته سوغاتونه ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې ښوونکو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د فکري او اخلاقي اصلاح، سالمې ښوونې او روزنې او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

BACK TO NEWS