د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین ژوند لیک

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معینیت د معین شیخ الحدیث والتفسیر حافظ خلیفه مولوي سعیداحمد«شهیدخیل» صاحب لنډ ژوند لیک

د هیواد ستر علمي، جهادي او روحاني شخصیت، شیخ الحدیث والتفسیر حافظ خلیفه مولوي سعیداحمد «شهیدخیل» صاحب  د  شهید مولوي  وصیف احمد(د شصت اخندزاده )  صاحب زوی، د  ۱۳۴۸ هـ ش کال د ثور د میاشتې په دیارلسمه نېټه د غزني ولایت د اندړو ولسوالي د شصت  په کلي کې زېږیدلی دی . 
لومړنۍ زده کړې یې له خپل مرحوم والدصاحب او خپلو ترونو«شهید ملا بشیراحمد او مرحوم  حافظ نېک محمد» څخه او منځنۍ زده کړې  یې د خپلې سیمې او دارالهجرت  په دیني مدارسو  کې له جیدو  شیوخو، علماء کرامو او استادانو څخه حاصلې کړیدي او په ۱۳۶۹هـ ش کال د  شیخ القرآن والحدیث شهید مولانا محمدحسن جان(تقبله الله تعالی) او شیخ القرآن والحدیث مرحوم مولانا امان الله (رحمه الله تعالی) په مبارکو لاسونو ورته له دیني علومو څخه د فراغت پګړۍ تړل شوېده او  وروسته  د مرحوم حافظ عبدالحکیم صاحب له لوري ورته د قرآنکریم د حفظ دستار هم ور په سر کړای شویدی.
محترم شیخ صاحب تر  فراغت  مخکې او وروسته له  تدریس، امامت او مسلحانه جهاد سره  په څنګ کې د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم  او  وروسته د  اسلامي امارت په  چوکاټ کې مهم خدمتونه او مسئولیتونه سرته رسولي دي، چې په ترتیب سره په لاندې ډول یې یادونه کېږي: 
۱-د غزني ولایت لپاره د جمعیت اهل السنت والجماعت د ولایتي مسئول په توګه .
 ۲-د غزني ولایت د طالبانو د مسئول په توګه.
۳-د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالي د ولسوال په توګه .
۴-د هرات  ولایت د څلورمې حوزې د مسئول  په توګه .
۴-د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالي د ولسوال په توګه .
۵-د د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین  په توګه .
۶-د غزني ولایت د کمېسیون د مسئول په توګه .
۷-د لغمان ولایت د والي«جهادي مسئول» په توګه.
۸-د نظامي کمېسیون د هلمند او  فراه ولایتونو د حلقې د مسئول په توګه.
۹- د هرات ولایت دوالي«جهادي مسئول» په توګه.
۱۰-د تعلیمي کمیسیون د نصاب د تدوین د کمېټې د مسئول په توګه.
۱۱-د نظامي کمېسیون د  غړي په توګه.
۱۰-د بدري لښکر د اداري مسئول په توګه.
۱۱-د نظامي کمېسیون د ختیځې حلقې د مسئول په توګه.
۱۲- او اوس مهال د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معینیت د معین په توګه.
محترم شیخ صاحب  پنځه کاله د ملي امنیت او پلچرخي په وحشي زندانونو کې سختې شکنجې وګاللې ، خو بیا یې هم خپل مورال له لاسه ور نه کړ او  په زندان کې یې هم د تدریس، دعوت او تبلیغ رسالت جاري وساته،هلته یې دوه مدرسې تاسیس کړې او تل د زنداني مجاهدینو د حقوقو د اعادې او تحفظ لپاره د نوموړي تر قیادت لاندې څو ځله قیامونه ترسره شویدي اوپه زندان کې یې د فنونو او علومو  د تدریس تر څنګ  څو تنو شاګردانو  ته د قرآن عظیم الشان د حفظ دستارونه هم ور په سر کړیدي.
قدرمن شیخ صاحب ته د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس د کابل تر  فتحې وروسته د حضرت امین جان مجددي صاحب او خلیفه محمد اسحق صاحب له لوري د خلافت پګړۍ  ور په سر کړای شوه . نوموړی د هیواد په کچه ستر دیني عالم،  مجاهد او متصوف شخصیت دی. الله تعالی دې د دین، هیواد، علم او تصوف  په لاره کې د نوموړي  ټول ترسره کړي خدمتونه قبول کړي.آمین .