د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو محترم رئیس د پکتیکا ولایت دیني مدارسو د ازموینې له پروسې څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د دیني مدارسو او دارالحفاظونو رئیس محترم مولوي عبدالرزاق صدیق د پکتیکا ولایت په مدارسو کې د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو ترسره کولو له پروسې څخه لیدنه وکړه.
ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، د پوهنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې، ازموینې به په عادلانه او بشپړ خوندي ډول ترسره شي.
