د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظ عمومي رئیس هرات ولایت ته ولاړ
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د مدرسو او دارالحفاظ عمومي رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق او ورسره پلاوی د دیني (رسمي او خصوصي) مدرسو د تدریسي چارو د څارنې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
د اجنډا له مخې ټاکل شوې دغه پلاوی د دغه ولایت له علماوو سره د خبرو پر مهال په یاد ولایت کې له شمېر دیني مدرسو څخه څارنه وکړي.
په دې کتنه کې چې د هرات د پوهنې رييس مولوي شهاب الدين ثاقب په مشرۍ د دغه رياست د رهبرۍ پلاوي، د ښار د پوهنې آمر، د ١٩ ولسواليو د پوهنې آمرین او د علماوو د سرتاسري شورا يوې ډلې ګډون کړى و. او د دیني مدرسو د ښوونکو او د دیني مدرسو د ستونزو په اړه خبرې وشوې.
په پای کې د پوهنې وزارت د دیني مدرسو او دارالحفاظ عمومي رئیس د دیني مدرسو د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې، د یادو ستونزو په حل کې یې د مرستو ژمنه وکړه او همدا ډول یې د خالي بستونو د ورکړې او د دوه میلیونه افغانیو د مرستې اعلان یې هم وکړ.
