د پوهنې وزارت د مدرسینو د مسلکي پراختیا غړو سیمینار پای ته ورسېد

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۴۶
fgsdg

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره علمي او ميتوديکي سيمينار چې څه موده وړاندې پيل شوى و، نن ګډون والو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پاى ته ورسېد.

په دغه سيمينار کې چې څلور ورځې يې دوام وکړ، د دارالعلومونو او مدارسو د مسلکي پراختیا ٦٠ تنو غړو برخه اخيستې وه، چې د خپلو دندو او نورو اړینو موضوعاتو په هکله ورته روزنه ورکړل شوه.

په پیل کې د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د یاد سیمینار د ګټو په اړه معلومات وړاندې کړل او د مدرسینو د مسلکي پراختیا غړو لپاره یې د ښوونیزو پروګرامونو تنظیمول اړین وبلل.

ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده هم هراړخیزې او مفصلې خبرې وکړې او د کارکوونکو د وړتیا لوړونې د پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

په پای کې د اسلامي زده کړو معینیت رهبري لخوا د یاد سیمینار پر ګډون والو تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS