د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه لاندې تبدیلۍ تر سره شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۹:۳۴
د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه لاندې تبدیلۍ تر سره شوې:

د پوهنې وزارت د ۱۹/۵/۱۴۴۴هـ.ق نېټې د (۱۰۹) ګڼه وړاندېز او د ریاست الوزراء د محترم مقام د ۲۴/۵/۱۴۴۴هـ.ق نېټې د (۱۶۵۰) ګڼه حکم په اساس، د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه لاندې تبدیلۍ ترسره شوې:

۱- مولوي بسم الله نعماني، د مفتي عبدالحلیم حلیمي په ځای د احصائیې د رئیس په توګه وټاکل شو.
۲- مفتي عبدالحلیم حلیمي، د ډاکټر محمد عمر دورانزي په ځای د تشکیل د رئیس په توګه وټاکل شو.
۳- ډاکټر محمد عمر دورانزی، د مفتي محمد یوسف ثاقب په ځای د تحقیق د رئیس په توګه وټاکل شو.
۴- مفتي محمد یوسف ثاقب، د مولوي اول ګل ایوبي په ځای د بشري سرچینو د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.
۵- مولوي اول ګل ایوبي، د مولوي عبدالحکیم همت په ځای د نصاب او مسلکي پراختیا د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.
۶- مولوي عبدالحکیم همت، د مولوي محمد صادق په ځای د معیاري ازموینو د رئیس په توګه وټاکل شو.
۷- مولوي محمد صادق، د مولوي بسم الله نعماني په ځای د استخدام د رئیس په توګه وټاکل شو.
۸- مولوي سمیع الحق حماس، د مولوي محمد ابراهیم عمري په ځای د سواد د زده کړې د رئیس په توګه وټاکل شو.
۹- مولوي محمد ابراهیم عمري، د مولوي سمیع الحق حماس په ځای د مسلکي پراختیا د رئیس په توګه وټاکل شو.
۱۰- مولوي محمد اسحق حقیقي، د مولوي محمد رحیم ایوب په ځای د تقنین او پالیسي د رئیس په توګه وټاکل شو.
۱۱- مولوي محمد رحیم ایوب، د مولوي محمد اسحق حقیقي په ځای د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

د زابل ولایت پوهنې مسئولینو له لوري د یاد ولایت شاه‌جوی ولسوالۍ اړوند په جعفر کلي کې "د عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) ښوونځي" د نوې ودانۍ جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه.

د دغې پروژې کارونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۵۴
Background image

میدان وردګ ولایت کې د تعلیمي مرکزونو د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د جلریز ولسوالۍ پوهنې آمریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالۍ د ۳۳۴ تنو طلابو او زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» په تړاو یوه رقابتي ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۵۲
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره درسي ټولګي جوړ شول

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د رباط‌هولان لېسې لپاره ۴ بابه درسي خونې جوړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې پوهنې مسئولینو، علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ استازو حضور. . .

BACK TO NEWS