د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د فاریاب ولایت دیني مدارسو ازموینې بهیر څخه کتنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۵۷
564454

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه څارنې په موخه، د فاریاب مرکز میمنې ښار ته ورسېد.
د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د فاریاب پوهنې ریاست چارواکو په ملتیا،  په خراسان عالي لېسه او عربخانه تجربوي لېسه کې د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه څارنه وکړه.
نوموړي د دغو ازموینې ترسره کول په ملک کې د دیني زده‌کړو د ودې لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا وبلله او له ځوانانو یې وغوښتل چې د پوهې  ترلاسه کولو لپاره زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS