د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس په جوزجان کې د ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۹
4

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس له خپل مل تخنیکي پلاوي سره، په جوزجان کې یو شمېر ښوونځیو ته د نویو ودانیو جوړولو له پروژو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د دغه ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو سره په یوه غونډه کې د همکارو ادارو له لوري د پلي شویو پروژو د تخنیکي ارزونې او څېړنې په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي مقدس وویل:« د دغه سفر موخه په ښوونیزه برخه کې د همکارو ادارو له لوري د پلي شویو پروژو ساحوي لیدنه، تخنیکي ارزونه او د هغو د وضعیت څېړنه ده.»
نوموړي زیاته کړه، چې له اړینو ارزونو وروسته به د یادو پروژو د وضعیت په اړه تخنیکي راپور چمتو شي.
په ورته وخت کې، د جوزجان پوهنې مسوولینو پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د اړینو څېړنو او ارزونو په ترسره کولو کې به ورسره هر اړخیزه همکاري او همغږي وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS