د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ د پوهنې له ادارو څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۲:۵۷
123

د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس الحاج مولوي پاینده محمد تعلیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت جاغوري ولسوالۍ د پوهنې آمریت له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال، د دغه ریاست له کړنو څخه کتنه وکړه. 
نوموړي د یو شمېر دیني مدارسو او ښوونځیو د اداري او تدریسي مېتودونو د ارزونې تر څنګ، د جاغوري ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه د لیدنې پر مهال یې د یادې ولسوالۍ د پوهنې دوستو خلکو څخه د دوی د ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ له امله مننه وکړه.
بل پلو د يادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولينو د پوهنې وزرات د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ د رئیس او ورسره مل پلاوي ورتګ ته ښه راغلاست ووايه او ژمنه يې وکړه، چې په دغه ولايت کې به د پوهنې په پرمختګ او د ستونزو په هواري کې همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې ياد پلاوي په غزني ولايت کې د خپل ماموریت پر مهال، په دغه ولايت کې د عصري او ديني زده کړو له يو شمېر بنسټونو څخه ليدنه وکړه او د هغوى د ستونزو د هواري لپاره يې اړوندو مسئولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS