د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس د کندهار ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل
![125](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-18_at_9.55.46_am_0.jpeg)
د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس الحاج مولوي پاینده محمد تعليم ، کندهار ولايت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ياد ولايت پوهنې رياست مشرتابه، د ولسوالیو پوهنې آمرينو، علماوو او یو شمېر خلکو سره وکتل.
په ياده کتنه کې نوموړي د دغه ولایت ښوونیز او روزنیز پرمختګونه او ستونزې وارزولې او د پوهنې له مسئولینو سره یې د لاس ته راوړنو او ننګونو په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
نوموړي د پوهنې د درې کلن ملي پلان په اړه هم د غونډې ګډون والو ته معلومات ورکړل، له هغوی یې وغوښتل، تر څو د یاد پلان په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړي.
د غونډې په پای کې علماوو او ګډون والو پلاوي ته خپل رغنده نظرونه وړاندې کړل.
همدارنګه ياد پلاوي د دغه ولايت د ښوونځيو او مدارسو د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.