د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس کندهار ولایت ته کاري سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۱۶
sd

د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس الحاج مولوي پاینده محمد تعلیم او ورسره مل پلاوی، د ښوونیزو او اداري چارو کتنې په موخه کندهار ولایت ته ورسېد.

په پیل کې نوموړي د کندهار له پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي او د یاد ریاست د کلیدي ادارو له آمرینو سره په کتنه کې، د دغه ولایت د پوهنیز وضعیت، پرمختګونو او ستونزو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

دغه راز د پوهنې رياست مسئولینو هم یاد ولايت ته د پلاوي د پلانونو په پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او په دې برخه کې يې د آسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۳۷
Background image

د اسلامي زده‌کړو معین د لوړو زده‌کړو وزارت د تخصصاتو له لوى رئیس سره وکتل

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو د معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده او د لوړو زده‌کړو وزارت دديني جامعاتو او تخصصاتو د لوى رئیس محترم مفتي بسم الله محمدي ترمنځ، د روان کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

BACK TO NEWS