د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس د سمنګان ولایت له دارالمعلمین څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس د سمنګان ولایت له دارالمعلمین څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس مولوي سمیع الحق حماس او ورسره مل څلور کسیز پلاوي د سمنګان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکزي دارالمعلمین، دساینس مدیریت او د ولسوالیو د دارالمعلمینونو د حمایوي څانګو  له تدریسي او اداري بهیر څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یادې لیدنې په ترڅ کې د ښوونکو د ودې د څانګې له مسئولینو او استادانو سره له نږدې ولیدل، د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل، خپلې اړینې سپارښتنې یې ورسره شریکې کړې او هغوی یې خپلو دندو ته متوجه کړل. همدا راز یې د یادو ادارو له کتابتونونو، لابراتوارونو او نورو برخو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د نوي تشکیل په اساس، د مرکز په شمول د هېواد دارالمعلمینونه، د سائنس مرکز ریاست او ولایتي مدیریتونه یې، د ښوونیزې څارنې ریاست او د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست ټول مدغم او د انکشاف مسلکي معلمان یا د ښوونکو د مسلکي پراختیا کدري ریاست ورڅخه جوړ شوی دی. یاد ریاست به په دوامدار ډول د ښوونکو په مسلکیتوب او  ظرفیت لوړونه کارکوي تر څو د هېواد د ښوونځیو ښوونکي د نورو هېوادونو په څېر وکولای شي د تدریس او ښوونې په جریان کې هم مهاله اوږدمهاله او لنډ مهاله ښوونیز سېمینارونه، ټریننګونه، ورکشاپوته او د داخل خدمت د ۱۲ ټولګي څخه فارغ شویو ښوونکو ته دوه کلنه دوره تکمیل او هغوی ته د ۱۴ ټولګي  معادل اسناد ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS