د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د مسلکي پراختیا علمي غړو له سیمینار څخه ارزونه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۳۱
یظط

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم عمري په ملتیا، د نورستان، ننګرهار، بلخ او نورو ولایتونو د ښوونکو د مسلکي پراختیا د ۸۵ تنو غړو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو له درې ورځني سیمینار څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د پوهنې وزارت معین، د سیمینار څخه د لیدنې پر مهال، د سیمینار ګډون والو ته وینا وکړه او ویې ویل: اړینه ده چې له دغه پروګرام څخه اعظمي ګټه پورته کړئ او په خپلو کاري دندو کې یې پلي کړئ. بې له شکه، په داسې علمي پروګرامونو کې ګډون به د ښوونکو مسلکي او اساسي ستونزې حل او د زده کوونکو د پوهې په کچه کې به مثبت بدلونونه راشي.

بل پلو په سیمینار کې ګډون کوونکو علمي غړو د پوهنې وزارت له پلاوي څخه مننه څرګنده او د هېواد په نورو ولایتونو کې یې هم د ورته سیمینارونو د دوام غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې سیمینار په پورته ذکر شویو ولایتونو کې روان دی او تمه کېږي چې له ۲۱۰۰ تنو څخه ډېر ښوونکي به ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS