د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ولایت اړوند قلعه مراد بیک عالي لېسې له آزموینو بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۱۳
214

د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې محترم الحاج مولوي سخاء الله سعید، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د کارپوه محترم نجیب الله کامران او د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ پوهنې آمریت مسئولینو یې ملتیا کوله، د قلعه مراد بیک عالي لېسې د زده‌کوونکو له څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت محترم معین د یادې لېسې د رهبرۍ ټیم او ښوونکو سره تر لیدنې وروسته، له چارواکو سره د آزموینې په پروسه کې د مناسبې فضا او روڼتیا، د زده‌کوونکو لپاره د سالم ښوونیز چاپېریال برابرولو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ورپسې ټولګیو ته لاړ او د زده‌کوونکو آزموینې پروسه یې له نږدې وڅاره.
د دغې لیدنې پرمهال د شکردرې ولسوالۍ پوهنې چارواکو او د لېسې مشرتابه هر یو د پوهنې قدرمن معین ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د تل په څېر به خپلې دندې په صادقانه او وفادارۍ سره د اصولو سره سمې ترسره کړي او د زده‌کوونکو د پوهې کیفیت لالوړولو په برخه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۲
Background image

پکتیا ولایت کې یو ښوونځي ترمیم شو

د پکتیا ولایت ځاځي آریوب ولسوالۍ اړوند د انجنیر خیال محمد لېسه، د ښوونځي د تعلیمي شورا او د سیمې علم‌پاله شخصیتونو په مالي مرسته د ۲۰۵ زره افغانیو په لګښت ترمیم او رنګمالي شوه.
د یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۵:۵۶
Background image

په لوګر ولایت کې څه د پاسه ۵۰۰۰ راستنېدونکي ماشومان په ښوونځیو کې شامل شول

د لوګر ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل ولي متقي په وینا، هغه ۵ زره او ۲۱۰ تنه راستنېدونکي ماشومان چې بېرته هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت له ازموینې وروسته د یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۵:۵۰
Background image

په لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار اړوند د «بدیع‌آباد» لېسې نوې ودانۍ، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه دوه پوړیزه ودانۍ چې ۱۲ درسي ټولګي لري او د یوه. . .

BACK TO NEWS