د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین تخار ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۳۸
5484

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو له پروسې څخه د څارنې، ارزونې او بیاکتنې لپاره تخار ولایت ته ورسېد.
د پوهنې محترم معین د تخار له والي، پوهنې رئیس او مسئولینو په ملتیا، د پورته ذکر شویو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د ازموینو له ترتیب او نظم څخه یې د خوښۍ په ترڅ کې، طلاب العلم وهڅول، چې د زده‌کړو په لاره کې ډېر کوښښ وکړي.
دغه راز نوموړي د ټول ملک له ځوانانو وغوښتل چې د افغانستان اسلامي.ا. د سرښندنو په پایله کې د راغلي بشپړ امنیت په فضا کې خپلو تحصیلي فعالیتونو او زده‌کړو ته په قوي هوډ سره دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS