د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د کابل ښار نادریې عالي لېسې آزموینو لړۍ وڅاره

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق «صادق» په داسې حال کې چې د یاد وزارت د څارنې او ارزنې رئیس، تخنیکي ټیم او د څلورمې ښوونیزې حوزې آمر یې هم ملتیا کوله؛ د نادریې عالي لېسې د څلورنیم میاشتنیو آزموینو بهیر څخه څارنه او ارزونه وکړه.
لومړی د کیفیت تضمین ښاغلي معین او مل پلاوي د نادریې لېسې له مسئولینو سره تر ناستې وروسته، د یادې لېسې د آزموینو لړۍ، محیط، کیفیت او کمیت څخه ډاډ ترلاسه او منسوبینو ته یې د دغې پروسې د روڼتیا، کیفیت، پایلو پروخت طی مراحل کولو، مسئولیتونو ته پر پاملرنې او زدهکوونکو هڅونې په موخه اغېزناکې ویناوې او سپارښتنې وکړې.
ورپسې د څلورمې ښوونیزې حوزې آمر او نادریې لېسې مسئولینو پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د تل په څېر به په پوره صداقت او اېماني وجېبې سره خپلې اړوند دندې د اصولو سره سمې ترسره او د زدهکوونکو د زدهکړو کیفیت لالوړولو ته به لومړیتوب ورکړي.