د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین جوزجان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۱۳
25

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر جوزجان ولایت ته ولاړ.

نوموړي په پیل کې د جوزجان ولایت د مقام مرستیال مولوي نورالدین عمیر سره په داسې حال کې وکتل، چې د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد هم حضور درلود.

په یاده کتنه کې د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیزو او روزنیزو پلانونو په تړاو خبرې وشوې او د یاد ولایت د مقام مرستیال د پوهنې وزارت مشرتابه ته د پوهنیز وضعیت لاښه والي په برخه کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

ورپسې د پوهنې وزارت معین د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس، آمرینو او کارکوونکو سره په جلا جلا توګه وکتل او د یاد ریاست د ستونزو په ګډون یې د کارونو او کړنو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د غونډې په دوام، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د پوهنې ریاست د مسلکي غړو له روزنیز او میتودیک سیمینار څخه لیدنه وکړه او له ګډون والو څخه یې وغوښتل، چې له خپلو زده کړو مهارتونو څخه په ورځنیو چارو کې اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

پکتیا ولایت کې له یو ښوونځي سره د څه کم ۴۰ زره افغانیو مرسته وشوه

د قومي مشرانو له لوري د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ اړوند د سري قلعه منځني ښوونځي سره د ۳۹ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې

په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۴۰
Background image

لوګر ولایت کې ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت په ۸بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو بهیر پیل شو، کوم چې د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت پلی کېږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه. . .

BACK TO NEWS