د پوهنې وزارت سرپرستې د اشیا فونډیشن له مسوول سره ولیدل

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۱۹:۱۶
د پوهنې وزارت سرپرستې د اشیا فونډیشن له مسوول سره ولیدل

پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د اشیا فونډیشن له مسوول ښاغلي عبدالله احمدزي سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو په یو شمیر مسایلو لکه خصوصي ښوونځیو ته پراختیا ورکول، د ماشومانو لپاره د کتابونو برابرول، د ښوونې او روزنې په بهیر کې د کوید ١٩ ویروس منفي تاثیرات او د محلي زده کړو پر تقویت او ظرفیت جوړونې بحث او خبرې وکړې.

آغلې حمیدي د اشیا فونډیشن له همکاریو په تیره د ښوونې او روزنې په برخه کې مننه وکړه او زیاته يې کړه: د پوهنې وزارت موخه د هیواد بچیانو ته د با کیفیته، معیاري او عادلانه ښوونې او روزنې بهیر ته لاسرسی دی چې د اشیافونډیشن بنسټ کولای شي په دغه برخه کې زموږ سره مرسته وکړي او همدا رنګه کولای شي چې د زده کوونکو لپاره په تیره بیا د نجونو لپاره د بورسونو په برابرولو کې پوهنې وزارت سره مرسته او همکاري وکړي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: که څه هم د کوید ١٩ ویروس د دوی د بنسټ پر فعالیتونو منفي اثر کړی او د دوی ځینې برنامې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي خو د دغه ننګونو په ختمیدو سره به د تیر په شان دخپلو نویو برنامو او د حکومت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د ښوونې او زوزنې په برخه کې د پوهنې وزارت تر څنګ ولاړ وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS