د پوهنې وزارت سرپرستې د ۱۳۹۹ کال د کانکور آزموینې د درې ستورو څخه ستاینه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۵:۴۸
د پوهنې وزارت سرپرستې د ۱۳۹۹ کال د کانکور آزموینې د درې ستورو څخه ستاینه وکړه

د پوهنې وزارت، کابل: د ۱۳۹۹ کال د کانکور آزموینې درې ستورو ته د ستاینې مراسم د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنگینه حمیدي او د دغه وزارت د مشرتابه غړو په شتون کې د پوهنې په وزارت کې د خلکو د لوی شمیر استازو په شتون کې ترسره شول.

شمسیه د محمد نسیم لور، د محمد آصف مایل عالي لیسې زده کونکی، نعمت الله، د حکیم ناصر خسرو بلخي عالي لیسې زده کوونکی، او محمد مجتبی د دوغ آباد عالي لیسې زده کونکي، چې سږکال د کانکور آزموینه کې د برخه اخیستونکو په منځ کې لوړې نمرې ترلاسه کړې.

آغلې رنګینه حمیدي د زده کړې په برخه کې د زده کونکو هڅې وستایلې او هغوی یې د هیواد د ماشومانو او راتلونکي نسل زده کړې لپاره یوه بیلګه وګڼله او د زده کونکو له والدینو څخه يې د هغوی د هڅو له امله مننه وکړه.

میرمن شمسیه د پوهنې وزارت د مشرتابه د ستاینې له امله د پوهنې وزارت له رهبرۍ مننه وکړه او له پوهنې وزارت څخه یې وغوښتل چې د هېواد د ماشومانو د تعلیم په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

آغلې حمیدي ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت د خدمتګار په توګه دوی ته د پرمختګ لاره پرانیزي.

 

آغلې حمیدي وویل چې ښوونه او روزنه د ټولو منل شوي حق دی او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې وزارت به د ټولو لپاره دغوره ښوونې او روزنې د برابرولو په برخه کې په جدي ډول کار وکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS