د پوهنې وزارت سرپرست د بلخ ولایت له مرکزي دارالاېتام څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۲:۴۹
بل

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له بېلابېلو ښوونیزو څانګو څخه د لیدنې پر مهال، په داسې حال کې چې د بلخ والي الحاج محمد یوسف وفا، د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس وحیدالله هاشمي او د بلخ پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخېل هم حضور درلود، د یاد ولایت له مرکزي دارالاېتام څخه لیدنه وکړه.
دوی له یاد دارالاېتام څخه د لیدنې پر مهال، زده کوونکي سالمو زده کړو ته وهڅول او مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه تر څو دیادو زده کوونکو د روزنې په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې: اوسمهال د بلخ په مرکزي دارالاېتام کې ۱۰۷ تنه يتيم او بې وزله زده کونکي پر زده کړو بوخت دي چې: د هغوى لپاره په وړيا توګه د زده کړې او اعاشې زمينه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS